دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 111782
جمهور ریس غني: د هېواد ملي ګټې زموږ د بهرني سیاست محور تشکیلوي
جمهور ریس غني: د هېواد ملي ګټې زموږ د بهرني سیاست محور تشکیلوي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني ، د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني او د هغه وزارت له رهبري پلاوي سره وکتل او د بهرنیو چارو وزارت د لومړنیو سلو ورځو پلان یې وارزاوه.

په دغه لیدنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د بهرنیو چارو وزیر د هغه وزارت د بسټیزو او بشري سرچینو، عامه ډيپلوماسۍ، اقتصادي پراختیا، امنیتي، فرهنګي او روزنیزو چارو کې د اساسي اصلاحاتو، له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د مناسباتو د ټینګولو او د هېواد د بهرني سیاست له پنځو حلقو سره د هغو د تطابق، د سیمه ییزې همکارۍ، د اتباعو او کډوالو دحقونو، د بشر حقوقو او د ښځو د نړیوالو چارو او د افغانستان د بهرني سیاست دعلمي کولو په برخو کې د دغه وزارت د لومړیو سلو ورځو پلان وړاندې کړ.




جمهور ریس غني د بهرنیو چارو وزارت د لومړنیو سلو ورځو پلان له اورېدو وروسته د دغه پلان د برابرولو او د دغه وزارت لخوا د ترسره شویو چارو له امله قدرداني وکړه او په بهرنیو چارو وزارت کې یې د شایسته سالارۍ پر اصل ټینګار وکړ، وې ویل چې زموږ د دولت باور دا دی چې هیڅ افغان له بل افغان څخه نه کم او نه هم زیات دی. جمهور ریس وویل، دا مسله باید په بهرنیو چارو وزارت او بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په ډيپلوماتیکو نمایندګیو کې په یو فرهنګ بدله شي.




ولمسشر وویل چې د افغانستان سفارتونه باید خلکو ته په خدمتګارو نمایندګیو بدل شي.
محمداشرف غني د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د ظرفیتونو په ارزونه ټینګار وکړ، وې ویل چې پر ځینو سفارتونو باید تمرکز وشي او کارونه یې په اساسي ډول اصلاح شي.

جمهور ریس غني په دې باندې په ټینګار سره چې د هېواد بهرنی سیاست په حقیقت کې د هغه داخلي سیاست دی، په دې مانا چې بهرنی سیاست باید د څو کسانو په لاس کې محدود پاتې نه شي، بلکې په بهرني سیاست کې دخیل کسان باید د هېواد له داخلي سیاست سره بلد وي او په همدې ډول د هېواد کابینه او والیان باید د هېواد له بهرني سیاست څخه خبر وي.


جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د هېواد ملي ګټې، زموږ د بهرني سیاست محور تشکیلوي او د افغانستان فعال بهرنی سیاست په هېواد کې د سولې او ثبات لامل کېږي.


د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهور ریس له کډوالو سره د سیاسي نمایندګیو د مسوولینو او کارکوونکو د چلندڅرنګوالی مهمه وګاڼه او وې ویل چې موږ باید له هېواده بهر، په ځانګړې توګه په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ملاتړ وکړو او ستونزې یې حل کړو.
همدارنګه جمهور ریس زیاته کړه چې په عربي هېوادونو کې دې د افغانانو دحقونو ملاتړ وشي او د کارموندنې په برخه کې دې زیاتې اسانتیاوې ورته برابرې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcydy0w6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته