دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 45883
په هیواد کې دناامنیو ډیرښت له مرکزي دولت دخلکو نه ملاټر له ځان سره لري
دهیواد دمنې تولنو شبکې نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې، دپاکستان له خاوې څخه دلوګر پر ولایت راکټي حملي او دطالبانو له لوري په میدان وردګ ولایت دپنځه ځوانانو دسرونو پریکول په کلکه وغندل.
د(افغان غږ خبری آژانس)دآژانس درپوټ له مخې دمدني تولنو دشبکې ویاند سید ناصر موسوي، دخلکو له حقوقو څخه ددغاع په لاره کې ددولت کړنې کمزورې وبللې اوویي ویل: دافغانستان دمدني ټولنو شبکه دهیواد دامنیتې ادارو په تیره بیا زمونږ پر خاوره دپاکستاني نظامیانو دراکیټي حمکوپه اړه ددفاع دوزارت چوپتیا محکوموي اودبهرینو چارو له وزراته غواړي څو ددغو بریدونو موضوع دملګرو ملتونه دسازمان دامنیت له شورا سره شریکه او دپاکستان نظامیانو دکړنوپه وړاندې يوه رسمي شکایت پاڼه ورته
وړا ندې او ثبت کړي.
هغه ددی ټکي په بیانولو سره چې له تیر کال څخه تر اوسه پورې دکنړ او نورستان په ولایتونه کې دپاکستاني نظامیانو راکټي بریدونه ۷۶ تنه وژلي او په لس ګونو نوریي تپیان ګړي دي، وايي ویل، که دابریدونه همداسې ادامه ومومي، دهیواد امنیتي ادراه به ددې بریدونه په ځواب کې ورته عمل سرته رسوي.
سید ناصر موسوي دافغانستان په وړاندې دپامستان دوه مخي سیاستونوته پهد اشاري سره وویل:
ددې هیواد چارواکي له یوې خوا غواري له افغانستان سره ښه اړیکي ولري اوله بلې خوا دهغوﺉ نظامیان په مرزي ولایتونو باندې راکیټي بریدونه کوي:
هغه په پای کې وویل: په مرکزي ولایتونوپه تیره بیا په بامیانو، دایکندی،غور،میدان وردګ ولایتونو لویولارو په بهیرکې ناامنیو او امنیتي ګواښونو خلک سخت اندیښمن ګړي دي،چې دحکوکتي واکمنود نه پاملرنې په صورت کې داویره پیداکیږي چې خلک به دمرکزي دولت له ملاتړ څخه لاس واخلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmcdj.w6dtcaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته