افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه بند د اوبو د کنټرول او مدیریت په برخه کې یوه له سترو پروژو څخه ده چې په بشپړیدو سره به یې ۱۵۹۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
همدارنګه دغه بند د ۱۳۶۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
باید وویل شي، چې افغانستان د اورښتونو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دی.