دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۵۶
د مطلب کود : 153310
سعودی-صهیونیستی نوی لوبه کی د خاورمیانه مبهم برخلیک
ګادی آیزنکوت؛ د اسرائیل پوځ لوی درستیز مشر د سعودی عربستان ایلاف انترنیتی ورځپاڼه سره په مصاحبه کی، ایران د سیمی لپاره یو لوی ګواښ وبلل. دا لمړۍ ځال دی چی د اسرائیل پوځ لوی درستیز مشر د عربستان یو رسنۍ سره، هغه رژیم چی اسرائیل ورسره دیپلماتیک اړیکه نه لری مصاحبه کوی. مخکی له دی هم ځینی اسرائیلی چارواکی لکه د هغه رژیم ځواک ویاند ددی انترنیتی ورځپاڼه سره مصاحبه کړی دی. آیزنکوت ویلی دی چی اسرائیل او سعودی عربستان په سیمه کی د ایران نیتونو په اړه توافق نظر لری. ځینی کارپوهان ددی دواړو هیوادونو ترمنځ غیری رسمی ائتلاف جوړیدو څخه د ایران سره مقابلی لپاره خبر ورکوی او وایی د اسرائیل او سعودی عربستان ترمنځ د همکاری میزان د اخیرو کلونو په لړ کی پراختیا موندلی دی. هغه په دی مصاحبه کی ویلی دی چی عربستان او اسرائیل هیڅ وخت یو دبل سره جنګ ته نه دی مخامخ سوی او ډیر ګډ ګټو لرونکی دی! هغه ویلی دی چی هیواد یی آماده دی د ایران نفوذ سره مقابلی لپاره په سیمه کی، د سعودی عربستان او ځینی نور عربی میانه روه هیوادونو سره اطلاعاتو تبادل وکړی. دا په داسی حال کی ده چی د پوهانو په باور، په منځنۍ آسیا یا خاورمیانه کی وضعیت دومره پیچلی دی چی د بحران تولید په دی سیمه کی د پیش بینی وړ کوی. په دی منځ کی، د هغوی په نظر ځینی رژیمونه سته چی حاکمان یی داسی عمل کوی چی ګویا بیله بحران پراختیا او رامنځته کولو نه بل ماموریت نه لری. سعودی عربستان هم بیله شکه د همدی رژیمونو له ډلی څخه دی؛ هغه رژیم چی په عراق کی د سنی افراط ګرایانو او بعث رژیم پاته شنو څخه د هغه هیواد ملی دولت له منځه وړلو لپاره، پراخ ملاتړ وکړ او دا ملاتړ دومره پراخ سو چی په نهایت کی، عراق د داعش سلطه لاندی اصلی قلمرو باندی بدل سو ترهغه ځایه چی دا ادعا کیدله چی داعش د عراق ۴۰ سلنه خاوره په واک کی لری. په همغه وخت کی، غربی پیاوړۍ رسنۍ چی په شکاره توګه د تکفیری تروریزم روانی جنګ ماشین په حیث عمل کوله، مکررا د بغداد د سقوط څخه خبری کولی او دا چی داعش په عراق کی یو ماته نه خوړونکی مرحلی ته رسیدلی دی. د ریاض سرانو تروریستی دخالتونه په همدی ځای کی ونه دریدله. په سوریه کی هم هغوی ددی تکفیری او تروریستی ډلو څخه ملاتړ وکړل او سوریه یی په یو خراب ویرانه باندی بدل کړل. دا ټوله یو لوی فتنه بلل کیږی چی د ډیرو پوهانو په باور، اصلی ریشه یی، د سعودی او اسراییل رژیم پردی ترشا ملګریتوب ته راګرځی. سعودی عربستان او اسراییل، ددی اتحاد څخه ظاهرا یو مقصد په لټه کی دی: د ایران مهار چی ویل کیږی عملآ څلور عربی مراکز کنترولوی او په ډیر سرعت سره عرب او خاورمیانه باندی خپل حاکمیت او حضور پراختیا په حال کی دی! ایران دا ادعا ردوی؛ خو عربی او اسراییلی رسنۍ په مستمر توګه، دا خبره تکراروی او ایران د خاورمیانه او ددی ځمکی امنیت په وړاندی اصلی ګواښ بولی. د ناظرانو په نظر، د اسراییل سره ملګرتیا د عربستان او هم پیمانه لپاره یی ډیر لوی لګښت په لړ کی ولری. سربیره پردی چی هغوی په دی هڅی سره چی ایران د عرب او ټول نړۍ افکاروپه وړاندی یو ګواښ حساب کړی او هغوی اصلی دشمن یعنی اسراییل څخه د هغوی فکر واړوی او او د فلسطین مساله چی د اسلام نړۍ لمړۍ مساله څخه دی، کم ارزښته کړی؛ خو د اعرابو او اسراییلو پیمان رسمی کیدو په صورت کی، دا موضوع به د ایران په ګټه او اعرابو په زیان تمام سی. وړاندوینه کیږی چی دا کار، ددی لامل سی چی د عرب نړۍ خپله خلګ د خپل سیاسی دستګاه په وړاندی ودریږی او دا همغه څه دی چی په خاورمیانه کی یو ناپایداری منځته راوړی.
https://avapress.com/vdcizpazut1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته