دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 144490
په بېلابېلو سيمو کې ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هلمند ولایت چارواکی وایی، د یاد ولایت کي په ګرمسېر، نادعلي او نهرسراج ولسواليو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو هوايي او ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې ۱۷ طالب جنګيالي وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټپيان دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبرشوی خبرپانه کي راغلی، د نادعلي ولسوالۍ لوې باغ سيمه کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې شپږ طالب جنګيالي وژل شوي او ۴ تنه نور يې ټپيان دي.
سرچنیوی زیاتیوی، د نهرسراج ولسوالۍ د (باغرانيانو کلي) سيمه کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو پر يوې کارخانې بريد شوی چې له مخې يې د ماينونو ۸ ماهرين وژل شوي دي او ياده کارخانه په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.
د هلمند ولایت دفترخبر پانه کی راغلی دی، د ګرمسېر ولسوالۍ کاريزک سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه موټر هوايي بريد شوی چې له په ترڅ کې د طالبانو د يوه قومندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي.
په خبر پانه کی راغلی، دغه راز تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په (کوچيانو کلي) سيمه کې د سرحدي ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې راکټي بريد شوی، چې له مخې يې دوه سرتيري شهيدان شوي او دوه تنه نور يې ټپيان دي.
سرچینوزیاتیوی، ددې پېښې د څېړنې په موخه يو امنيتي پلاوی ټاکل شوی، چې پر يادې پوستې د رامنځته شوي بريد په هکله به هر اړخيزه څېړنه وکړي او وروسته به يې معلومات په ډاګه شي.
https://avapress.com/vdchwknzv23nkkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته