د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، مسلح مهاجمان د نوی کابل بانک نمایندګی ساختمان ته وارد سوله او د ډزو او چاودنی
افغان غږ خبری آژانسزونه د سیمی څخه اوریدل کیدل.
د لومړنیو ګزارشونو په اساس تراوسه ۳ کسه په دی پیښه کی ژوند له لاسه ورکړی دی او ۳۰ تنه نور هم ټپیان سوی دی.
ددی خبر د ارسال تر وخت پوری د امنیتی ځواکونو او مهاجمانو ترمنځ نښته روانه وه.
عینی شاهدان وایی چی مهاجمان په سپکو اسلحو مجهز دی او د نوی کابل بانک د ساختمان دننی څخه د امنیتی ځواکونو لوری ته ډزی کوی.
په همدی حال کی نجیب دانش د داخلی چارو وزارت ویاند ددی خبرو په قبلولو سره وایی تراوسه شپږتنه چی دری پولیس او دری ملکی کسان دی په دی پیښه کی ټپیان سوی دی.
د هغه په وینا یو د مهاجمینو څخه وژل کیږی او یو بل تن یی د بانک په خونه کی پټ سوی وو.
د داخلی وزارت ویاند زیاته کړه چی د بانک ټول کارمندان د پولیسو په مرسته آمن ځای ته لیږدول سوی او ټپیان هم روغتون ته لیږدول سوی دی.
ددی خبر جزئیات به نشر سی.