دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 55674
د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رییسانو لپاره په کابل کې ورکشاپ پیل شو
د پوهنې وزارت په هیواد کې د پوهنې د کیفیت د لوړولو او ودې لپاره د هیواد د ۳۴ ولایتونو د پوهنې د رییسانو لپاره اووه ورځنۍ ورکشاپ پيل کړ.
د غه ورکشاپ نن په کابل کې د پوهنې وزارت د تدریسي مرستیال ښاغلی محمد صدیق پتمن لخوا پرانستل شو .
ښاغلی پتمن چې د غونډې ګډونوالو ته یې وینا کوله وویل : د پوهنې وزارت د تیرو ۱۱ کلونو په اوږدو کې د زیاتو بریاوو او لاسته رواړنو ترڅنګ ځینې ستونزې هم درلودي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغو اوو ورځو په موده کې به د پوهنې د کیفیت د لوړولو، په ښوونځیو کې د ښځینه زده کوونکو د کمیت په لوړولو او داسي نورو اړینو مسایلو بحث وشي.
د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال د هغه شمیر زده کوونکو په اړه چې ډیره موده یې ښوونځي تړل شوي ول وویل چې دغو زده کوونکو ته به د چټکو زده کړو له لارې زده کړې ورکړل شي ترڅو دوې و توانیږي چې خپلې تیرې زده کړې په چټکۍ سره سرته ورسوي.
ددې ترڅنګ به په یاد ورکشاپ کې د پوهنې په استراتیژیک پلان او ولایتي درې کلن پلان هم لازم تصمیمونه ونیول شي .
د پوهنې وزارت د پوهنې د سکتور د ودې لپاره هرکال د هیواد د ۳۴ ولایتونو د پوهنې درییسانو لپاره دا ډول ورکشاپونه جوړوي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceep8n.jh8nfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته