د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د لغمان ولایت د مطبوعاتی دفتر نه خبرشوی خبرپانه کی ویلی، د دغه ولایت والي عبدالجبارنعیمي د جمعې له لمانځه وړاندې د مهترلام په مرکزي جامع مسجد کې زرګونو لمونځ کوونکوته په خبرو کې د بشریت دستر لارښود حضرت محمد(ص) د زوکړې تر مبارکۍ وروسته ویلی، خلکو رانه پروژې او د مختګ کارونه غوښتل اوس دادی خوشبختانه په ټولو برخو کې د میلیونو افغانیو په ارزښت کار روان دی، په روانو پروژو کې سلګونه بې روزګاره ځوانان په کاربوخت دی او هره ورځ دپرمختګ لپاره نوي ګامونه پورته کیږي.
د یاد ولایت والي په دغه ولایت کې وروستیو پرمختګونو ته په اشاري زیاته کړه، کورنۍ باید دخپلو اولادونو روزنې او پالنې ته اساسي توجه وکړي،پرینږدي چې ځوانان يې په نشه يې توکیو روږدي شي او یا هم د نظام او خپلو خلکو پروړاندې دښمني وکړي.
سرچنیو سرګندوی، په نږدې راتلونکي کي به د نورو سترو پروژو بنیادونه کېښودل شي، ټول باید په پوره ژمنتیا سره ټولګټو پروژو ته دتطبیق زمینه برابره کړي، دعامه شتمنیو ساتنه وکړي او فکري رغونه خپل مسؤلیت وګڼي.