افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلی چې پکې هیواد ته د ګڼ شمیر دیپلوماتیکو استازو او بهرنیو پلاوو سفرونو او همدارنګه د هیواد د لوړ پوړو چارواکو سفرونو ته اشاره شوې ده، اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی او له اسلامي امارت سره یې اړیکې خوندي دي او لیدنې کتنې روانې دي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ په ورځ پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ په ډېرېدو ده.
خو د اسلامي امارت ویاند ټینګار کوي چې د ځینو خلکو دا تصور چې افغانستان انزوا دی او اقتصاد یې په خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نه شي خوندي کېدای، ټول دروغ ثابت شول.
مجاهد يادونه وکړه، چې اوس څرګنده شوې، چې افغانستان له سياسي او اقتصادي اړخه د پرمختګ په لور ګامونه اخلي او دا هڅې به لا زياتې او ګړندۍ شي.