افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د جنوبي افریقا یو شمېر عالمانو او سوداګرو د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط او فرصتونه خورا مناسب دي.
د سویلي افریقا پوهانو او سوداګرو لیوالتیا ښودلې چې د هیواد په معدنی زیرمو کې پانګونه وکړي، په شمول د سرو زرو، مسو، تیلو او ګازو.
له بلې خوا په دې کتنه کې شیخ شهاب الدین دلاور له دوی سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې افغانستان د کاني زیرمو له پلوه بډای دی، چې له دې جملې څخه د هرات د نفتي حوزې ۱۱ بلاکونه د اعلانیدو په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کلونو کې په ټول افغانستان کې د امنيت په تامينولو سره، بهرني او کورني پانګوال په دغه هېواد کې د اقتصادي فرصتونو او طبيعي زېرمو په برخه کې پانګونې ته ډېر لېوال شوي دي.