کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سویلي افریقا سوداګر:

په افغانستان کې شرایط او د پانګونې فرصتونه مناسب دي

6 ثور 1403 ساعت 9:44

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د دغه وزارت له سرپرست سره د جنوبي افریقا د یو شمېر پوهانو او سوداګرو د ناستې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط او فرصتونه ډېر مناسب دي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د جنوبي افریقا یو شمېر عالمانو او سوداګرو د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط او فرصتونه خورا مناسب دي.

د سویلي افریقا پوهانو او سوداګرو لیوالتیا ښودلې چې د هیواد په معدنی زیرمو کې پانګونه وکړي، په شمول د سرو زرو، مسو، تیلو او ګازو.

له بلې خوا په دې کتنه کې شیخ شهاب الدین دلاور له دوی سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې افغانستان د کاني زیرمو له پلوه بډای دی، چې له دې جملې څخه د هرات د نفتي حوزې ۱۱ بلاکونه د اعلانیدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کلونو کې په ټول افغانستان کې د امنيت په تامينولو سره، بهرني او کورني پانګوال په دغه هېواد کې د اقتصادي فرصتونو او طبيعي زېرمو په برخه کې پانګونې ته ډېر لېوال شوي دي.


د مطلب کود: 289336

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289336/په-افغانستان-کې-شرایط-او-د-پانګونې-فرصتونه-مناسب-دي

آوا
  https://www.avapress.com