دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 289364
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۴ زره ۲۶۲ تنو ته لوړ شو
د فلسطین د روغتیا وزارت نن چهارشنبه اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په شپږو جنایتونو سره لږ تر لږه ۷۹ فلسطینیان شهیدان او ۸۶ نور یې ژوبل کړل.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې، د دغو شهیدانو په شمول، د اکتوبر له اوومې(۷) نیټې راهیسی د فلسطینی شهیدانو شمیر  ۳۴ زره ۲۶۲ تنه او د ټپيانو شمېر ۷۷ زره ۲۲۹ تنو ته ورسېد.

له بلې خوا د فلسطین د روغتیا وزارت په لویدیځه غاړه کښې په تلکرم کښې په نور شمس کیمپ باندې د صهیونیسټی رژیم د وروستیو حملو د شهیدانو شمیر څوارلس تنه اعلان کړ.

د فتح غورځنګ په طولکریم او غزه کښې د صهیونیسټی جنایت په غبرګون کښې عمومی اعتصاب اعلان کړ.
https://avapress.com/vdch-wnik23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته