د فلسطین د روغتیا وزارت نن چهارشنبه اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په شپږو جنایتونو سره لږ تر لږه ۷۹ فلسطینیان شهیدان او ۸۶ نور یې ژوبل کړل.
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۴ زره ۲۶۲ تنو ته لوړ شو
6 ثور 1403 ساعت 13:01
د فلسطین د روغتیا وزارت نن چهارشنبه اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په شپږو جنایتونو سره لږ تر لږه ۷۹ فلسطینیان شهیدان او ۸۶ نور یې ژوبل کړل.
آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې، د دغو شهیدانو په شمول، د اکتوبر له اوومې(۷) نیټې راهیسی د فلسطینی شهیدانو شمیر ۳۴ زره ۲۶۲ تنه او د ټپيانو شمېر ۷۷ زره ۲۲۹ تنو ته ورسېد.
له بلې خوا د فلسطین د روغتیا وزارت په لویدیځه غاړه کښې په تلکرم کښې په نور شمس کیمپ باندې د صهیونیسټی رژیم د وروستیو حملو د شهیدانو شمیر څوارلس تنه اعلان کړ.
د فتح غورځنګ په طولکریم او غزه کښې د صهیونیسټی جنایت په غبرګون کښې عمومی اعتصاب اعلان کړ.
د مطلب کود: 289364