کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنۍ باید دخپلو اولادونو روزنې او پالنې ته اساسي توجه وکړي

11 قوس 1396 ساعت 16:10

د لغمان ولایت چارواکی وایی، افغانستان کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې، د جګړې ټول زیان افغانان ویني، د همدې بدمرغو جګړو له امله زموږ ګران هېواد او خلک په هر اړخیز ډول سخت ځپل شوي،فرد،فرد مسؤلیت لري چې دنظام دپياوړتیا،په هېواد کې دسرتاسري سولې او ملي یووالي دټېنګښت او روانې جګړې په پای ته رسولو کې اساسي رول ولوبوي‎.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د لغمان ولایت د مطبوعاتی دفتر نه خبرشوی خبرپانه کی ویلی، د دغه ولایت والي عبدالجبارنعیمي د جمعې له لمانځه وړاندې د مهترلام په مرکزي جامع مسجد کې زرګونو لمونځ کوونکوته په خبرو کې د بشریت دستر لارښود حضرت محمد(ص) د زوکړې تر مبارکۍ وروسته ویلی، خلکو رانه پروژې او د مختګ کارونه غوښتل اوس دادی خوشبختانه په ټولو برخو کې د میلیونو افغانیو په ارزښت کار روان دی، په روانو پروژو کې سلګونه بې روزګاره ځوانان په کاربوخت دی او هره ورځ دپرمختګ لپاره نوي ګامونه پورته کیږي. د یاد ولایت والي په دغه ولایت کې وروستیو پرمختګونو ته په اشاري زیاته کړه‎، کورنۍ باید دخپلو اولادونو روزنې او پالنې ته اساسي توجه وکړي،پرینږدي چې ځوانان يې په نشه يې توکیو روږدي شي او یا هم د نظام او خپلو خلکو پروړاندې دښمني وکړي. سرچنیو سرګندوی، په نږدې راتلونکي کي به د نورو سترو پروژو بنیادونه کېښودل شي، ټول باید په پوره ژمنتیا سره ټولګټو پروژو ته دتطبیق زمینه برابره کړي، دعامه شتمنیو ساتنه وکړي او فکري رغونه خپل مسؤلیت وګڼي‎.


د مطلب کود: 154168

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154168/کورنۍ-باید-دخپلو-اولادونو-روزنې-او-پالنې-ته-اساسي-توجه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com