دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 260819
د کار او ټولنیزو چارو وزارت: تر اوسه مو کوم کارګر بهر ته د کار لپاره نه دی لېږلی
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې بهر ته د کارګرانو د لېږلو په اړه د دغه وزارت د مرستيال خبرې ناسم تعبير شوې دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه دغه طرحه نه ده عملي شوې او نه هم تر اوسه څوک بهر ته د کار لپاره لېږل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هغه څه چې په رسنیو کې د وزیر د مرستیال له لوري خپاره شوي، ناسم تعبیر شوي او حکومت له هېواده بهر ته د کار لپاره څوک نه دي استولي. لرې
 
د کار وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې بهر ته د کارګرانو د لېږلو بهیر لا هم د تطبیق پړاو ته نه دی رسېدلی او د کار د وزارت او نورو اړوندو بنسټونو له خوا بهر ته د کارګرانو د لېږلو او اسنادو د لېږد بهیر روان دی.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې بهر ته د کار پیدا کولو او د کارګرانو استول د اسلامي امارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مهمو اندیښنو څخه دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال ويلي و، چې ٦٥ زره کارګران او شپانه بهر ته د کار لپاره لېږل کېږي، چې دا خبر په ټولنيزو شبکو کې تود شو.
 
https://avapress.com/vdcb8gb59rhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته