افغان غږ خبری آژانس: د کوریا مرکزي خبري آژانس د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه جګپوړي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی، د پنجشنبې په سهار وویل: د امریکا ظالمانه بندیزونه زموږ د ځواک زیاتوالي لامل شوي دي.
هغه تاکيد وکړ: شمالي کوريا به د امريکې د دښمني ګواښونو او د بنديزونو د فشارونو په مقابل کښې د خپل حاکميت او امنيتي ګټو دفاع وکړي او د خپلو تخنيکي او پوځي توان د پياوړتيا لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.
دغه چارواکي ویلي دي: «موږ د امریکا له بندیزونو سره عادت شوي یو او د هر ډول سختو بندیزونو پر وړاندې د دریدو لوی ځواک لرو.»
په همدې حال کې د شمالي کوریا د مشر خور «کیم یو جونګ» د چهارشنبې په ورځ په سیمه کې د جنوبي کوریا او امریکا تمرینونه خطرناک وبلل او ویې ویل: هېواد به یې د تر ټولو ځواکمن پوځي ځواک په توګه خپلو پلانونو ته دوام ورکړي.
د جنوبي کوریا د پوځ په وینا، په دې میاشت کې شاوخوا ۱۰۰ پوځي الوتکو دوه اوونۍ هوايي تمرینات ترسره کړل.
شمالي کوریا وايي، د امریکا پوځي تمرینونه د دغه هېواد پر وړاندې د اټومي جګړې لپاره چمتووالی دی. خو واشنګټن او سیول ادعا کوي چې دا تمرینونه په دفاعي بڼه دي او په منظم ډول د چمتووالي ساتلو لپاره ترسره کیږي.