د کندهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس وایي چې ورځ تر بلې د اوزګارو کسانو شمېر زیاتیږي. هغه د بېکاریو زیاتوالي لامل نا امنۍ، پانګو تېښته او د تولیدي شرکتونو نشتون بولي.
د کندهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس،نظرعلی قاطع وايي: «په کندهار کې بېکاري او فقر زیات دی او ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره درانه کارونه کوي چې د غه کار زموږ اندېښنه زیاته کړې ده او موږ هڅه کوو چې دغې ستونزې ته د حل لار پیدا کړو.»
په همدې حال کې، د کندهار ولایت اوسیدونکي بیکاري له خپلو لویو ستونزو په توګه یادوي.
په کندهار کې داسې ماشومان شته چې درانه کارونه ترسره کوي. دغه ماشومان وايي چې اړ دي کار وکړي تر څو تر ماښامه خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
یو شمېر ماشومان د کار ترڅنګ زدهکړې هم کوي خو یو شمېر نور یې بیا د زدهکړې زمینې نه برابرېدو له امله نشي کولی چې درس اوایي او دوی له دولت څخه غواړي چې ورته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
په کندهار کې پر کار بوخت ماشوم، سید ګل وایي:«زه په خپله کورنۍ ته ډوډۍ تیاروم او له سهار څخه تر ماښامه په دغه مسټريخونه کې کار کوم تر څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»
احمد الله بل ماشوم دی چې کار کوي، دی وایي:«زه هیله لرم چې زدهکړې وکړم، خو اړ یم چې خپلې کورنۍ ته د مرستې په موخه کار وکړم؛ مکتب ته نشم تلی. خدای دې زموږ هېواد آرامه کړي تر څو زما په شان ماشومان خپلو هيلو ته ورسېږي.»
د کندهار ولایت اوسیدونکي نا امنۍ، د پانګو تیښته، د حکومت دننه خپل منځي اختلافات او سیاسي اړو دوړ د وزګاري اصلي لامل بولي او له حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.