دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۴۱
د مطلب کود : 140025
د حکمتیار د بیرته راګرځیدو په لاره کی نوی خنډونه
په داسی حال کی چی د عدلیی په وزارت کی د افغانستان اسلامی ګوند د عبدالهادی ارغندیوال په مشری ثبت سوی دی، د ګلبدین حکمتیار په راتلو سره، ځینی پوښتنی د حکمتیار د ګوند د رسمیت پیدا کولو په اړه منځته راغلی دی.
عبدالهادی ارغندیوال؛ د اسلامی ګوند مشر وایی، هغه وخت چی ښاغلی حکمتیار کابل ته راغی، ځینی داخلی ګوند مسایل او همدارنګه دهیواد او بهرنی مسایل شتون لری چی انشاالله توافق ته به ورسیږو؛ خو امین کریم؛ د حکمتیار ارشد ویاند د حکومت سره، د اسلامی ګوند ډیرو شاخو شتون ادعا غیری معقول وبلل او ټینګار یی وکړ چی دا ادعا او بی ځایی خبری د رقیبانو له خوا طرحه کیږی.
په داسی حال کی چی عدلیی وزارت وایی، د عبدالهادی ارغندیوال اسلامی ګوند په رسمی توګه په دی وزارت کی ثبت دی؛ خو امین کریم وایی چی اسلامی ګوند پنځوس کلن شهرت لری او ګلبدین حکمتیار ددی ګوند یواځنۍ مشر دی.
د حکمتیار اسلامی ګوند باصلاحیته نمایندی په وینا، اسلامی ګوند د پنځوس کلنی په سابقی سره تخنیکی مسایلو ته ضرورت نه لری او اطمینان ورکوی چی دا ګوند واحد دی، هغه هم د امیر حکمتیار په واحد مشری سره.
ددی نه مخکی هم ځینی خبری د حکمتیار د بیرته ګرځیدو لپاره و کابل ته شتون درلود؛ خو ددی ګوند دواړو شاخو موضع ګیری او نظرونه د یو بل په وړاندی، وړاندوینه کیږی چی ددی ځلی داخلی سخت اختلافات هم د ګلبدین ګرځیدل و کابل په لاره کی اضافه سوی دی.
کارپوهان وایی چی دا اختلافات په تازګی سره نه دی منځته راغلی؛ بلکه ددی اختلافاتو ریشه دهغه ځایه څخه شکل ونیول چی د اوسنی سیاسی نظام په تشکیل سره ۱۶ کاله مخکی، د اسلامی ګوند ارشد مشران لکه عبدالهادی ارغندیوال، د دولت سره مسلحانه مبارزی پرځای، د اساسی قانون او نظام په چهارچوکات کی د سولی همکاریو ته مخه کړه او حامد کرزی په مشری په کابینه کی هم ځینی حساس او مهم سمتونه پرغاړه ونیوله.
دا په داسی شرایطو کی وو چی ګلبدین حکمتیار په اختفا او افغان غږ خبری آژانسرګی سره، و خپلو جنګیدونکو ته د جهاد حکم د خارجی اشغالګرو ځواکونو، کابل لاس کښیناستل سوی دولت او اقلیت قومونو په وړاندی په افغانستان کی صادر کړ.
په دی حساب سره، دا اختلافونه، ډیر تیره او سخت تر هغو دی چی تصور کیږی.
ښاغلی ارغندیوال ددی کلونو په ترڅ کی هڅه کړی دی چی یو انعطاف پذیر، ساسی قانون او افغانستان سیاسی نظام اصولو سره متعهد اسلامی ګوند شکاره کړی او ددی کلونو په لړ کی د ډیرو ګوندونو سره تراضی او تبانی کړی دی چی شاید د ګلبدین حکمتیار له نظره د نابودی وړ وی.
ددی لید څخه، د اسلامی ګوند تقابل د ارغندیوال او ګلبدین حکمتیار په مشری، ددوو میانه رو او تندرو جریانو ترمنځ تقابل دی او دا د سیاسی او ایدئولوژیک نظر څخه کوچنی اختلاف نه دی.
له بلی خوا، باید د یاده ونه ایستل سی چی اسلامی ګوند د ارغندیوال په مشری، ددی څخه بیره لری چی د حکمتیار په مشری اسلامی ګوند په راتلو سره سیاسی لوبو ته، ددی ګوند نقش به د سیاست او قدرت په برخه کی لږ سی او ارغندیوال او ټیم یی حاشیی او یا لیری سی.
په دی منځ کی، ددی دوو جریانو ترمنځ اتحاد او سازش ضعیف په نظر رسیږی؛ ځکه چی لکه څنګه چی لوړ اشاره ورته وسو، ددی دوو جریان اختلاف نظرونه، ایدئولوژیک او بنیادی دی او په نظر نه رسیږی چی په آسانی حل سی؛ بالخصوص په داسی شرایطو کی چی کریم امین؛ د اسلامی ګوند ارشد مذاکره کوونکی د هغه څخه چی د ارغندیوال له لوری مطرح سوی دی، سخت عکس العمل ښکاره کړی دی او ټینګار یی کړی دی چی دا شایعی او بی ځایه خبری د رقیبانو له خوا طرحه سوی دی.
 ددی څخه په تیریدو سره چی اختلافونه به اخیر کوم ځای ته ورسیږی، هغه حقیقت چی اوس شتون لری دادی چی ددی اختلافاتو قدرت په دومره اندازی سره دی چی عملا د ګلبدین حکمتیار د بیرته راګرځیدو وکابل ته خنډ ګرځیدلی دی او دا یعنی اختلافونه عمیق او جدی دی.
https://avapress.com/vdchivnzm23nkvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې