دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 142197
د حزب اسلامي ۵۵ تنو بندیان له بنده آزاد شوی دی
د افغان حکومت له لوري، د حزب اسلامي د ۵۵ بندیان له بنده ازاد کړی دی.
د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه ‎لیک د پلي کېدو کمېسیون د سه شنبه په ورځ په کابل کې ویلی، چې د یاد ورځ د حزب اسلامي ۵۵ تنه بندیان له بندخونې ازاد شول.
سرچنیوزیاتیوی، چې د دغه ګوند د ۱۳ نور بندیانو د دوسیو له څېړلو وروسته هغوی به هم په نېږدې راتلونکي کې ازاد شي.
له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه ‎لیک د پلي کېدو کمېسیون ویاند احمد فرزان په دی اړه ویلی، دغه حزب ټول بندیان چې جنايي جرمونه، حق العبد او د نشه ‎يي توکو په جرم کې دخیل نه وي هغوی له بنده آزاد کږی.
حزب اسلامي ټینګار کړی چې ۱۳ تنه نور بندیان یې هم خوشې شي.
د بشري حقونو د خپواک کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي هم وایی، دغه کمیسیون د عدالت د ټينګښت غوښتونکي یوو او د دغو کسانو ازادېدل نه‎شي کولای چې د عدالت په ټینګښت کې له موږ سره مرسته وکړي.
‎ویلکږی، چی خوشې شویو بندیانو له ډلې ۳۰ یې د بګرام له بندخونې کابل ته لېږدول شوي.
https://avapress.com/vdcjh8evauqexvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې