افغان غږ خبری آژانس: کابل ښاروالۍ وايي، د کابل ښار د چاپېریال ساتنې ریاست له خوا ۳۶ زره او ۱۵۵ کیلو ګرامه بې کیفیته او تاریخ تیره خوراکي او حفظ الصحې توکي راټول او وسوځول شول.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په راټولو شویو توکو کې لبنیات، د لوبیا او کب د غوښو کنسرونه، د رومیانو چکني، مختلف صابون او غیر الکولی مشروبات او همدارنګه د غږ د ککړتیا سپیکرونه شامل دي.