دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 289729
په هرات کې د داعش ترهګرې ډلې د برید د شهیدانو شمیره لوړه شوه
د هرات ولايت سرچينې وايي چې د دغه ولايت د ګذرې ولسوالۍ په محمديه ښارګوټي کې د امام زمان پر جومات د تروريستي پېښې يو بل ټپي سيد محمد رضا حسيني هم د دغې پېښې له شهيدانو سره يوځاى شو.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې د امام زمان(ع) پر جومات د داعش ترهګرې ډلې په برید کې یو تن سید محمد رضا حسیني ټپي شویی وو، پرون سهار د شهیدانو سره یو ځای شو.
 
د یادولو وړ ده چې د حسیني په شهادت سره د دغه ترهګریز برید د شهیدانو شمیر ۶ تنو ته لوړ شو او همدارنګه د راپورونو له مخې پدې پیښه کې په ټپیانو کې یوه میرمن هم تر درملنې لاندې ده.
 
د دوشنبې په شپه د مازدیګر او ماخوستن د لمانځه پر مهال د داعش ډلې د وسله والو کسانو د تروریستي برید په پایله کې لږ تر لږه شپږ تنه لمونځ کوونکي شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شول او د دغه شهیدانو په شهادت سره د ټپیانو شمیره اویا تنو ته ورسیده. په دې پیښه کې د شهیدانو شمیر ۷ تنو ته ورسید.
https://avapress.com/vdccioqio2bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته