دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 98432
نورستاني: سبا ته به د رایو د تفتیش پاته ټولې تخنیکې چارې بشپړې شي
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي. سبا ته به د رایو د تفتیش پاته ټولې تخنیکې چارې بشپړې شي او نتایج به یې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته د څیړنې لپاره واستوي.
د دغه کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني نن له آزادي راډيو سره په خبرو کې ټینګار وکړ؛ چې د تفتیش تر بشپړیدو وروسته به د انتخاباتو نتایج اعلان کړي.
دا په داسي حال کې ده چې، د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم مشر عبدالله عبدالله یو وار بیا په خپلې بریا ټينګار کړی او ویلي یې دي چې، د درغلیو له لارې رامنځ ته شوی حکومت به و نه مني.
په همدې حال کې متحده ایالاتو پر دواړو کاندیدانو غږ کړی؛ چې د رایو د تفتیش نتایجو ته درناوی وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdxo0n.yt0js6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته