دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۱
د مطلب کود : 94098
نورستاني: د پنځو ولایتونو رایې له سره شمیرل کیږي
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې؛ په پنځو ولایتونو کې به د ۳۰۰ محلونو رایې تفتیش او له سره وشمیري.
د دغه کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني نن په یوه خبري کفنرانس کې اعلان وکړ چې؛ د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو د قناعت د ترلاسه کولو لپاره یې دا پریکړه کړې.
"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ټولو کمیشنرانو موافقه وکړه چې؛ د غور، پکتیا، پکتیکا، نورستان او خوست په ولایتونو کې به لس فیصده رایې تفتیش کیږي او په سل فیصدو کې به تطبیقیږي."
ښاغلي نورستاني له نړیوالو او کورنیو څارونکو وغوښتل چې؛ د یادو محلونو د رایو د تفتیش لپاره دې خپل څارونکي ور ولیږي.
نورستاني همداراز وویل چې، د رایو د نتایجو پنځه نوي فیصده سیسټم ته داخل شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdch6vnw.23nkwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته