دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 85493
ابراهیمي: اروپایي هېوادونه تر ۲۰۱۴م وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دي
د افغانستان د ولسي جرګې رییس وایي؛ اروپایي هېوادونه له ۲۰۱۴م کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته ژمن دي.
ښاغلي عبدالروف ابراهیمي چې د یوه هیئت په مشرۍ د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په پارلماني غونډه کې د ګډون په مقصد د اتریش مرکز ویانا ته تللی؛ آزادي راډیو سره مرکه کې یې د دغه سازمان په پارلماني غونډه کې د افغاني هیات ګډون ګټور وباله.
ده زیاته کړه، د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان او اروپایي اتحادیي د پارلمانانو له رییسانو او نورو مشرانو سره په لیدنو کتنو کې ورته څرګنده شوه چې؛ د نړېوالې ټولنې لېوالیتا له افغانستان سره نه ده کمه شوې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgwt97.ak9ny4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته