کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ابراهیمي: اروپایي هېوادونه تر ۲۰۱۴م وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 دلو 1392 ساعت 13:05


د افغانستان د ولسي جرګې رییس وایي؛ اروپایي هېوادونه له ۲۰۱۴م کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته ژمن دي.
ښاغلي عبدالروف ابراهیمي چې د یوه هیئت په مشرۍ د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په پارلماني غونډه کې د ګډون په مقصد د اتریش مرکز ویانا ته تللی؛ آزادي راډیو سره مرکه کې یې د دغه سازمان په پارلماني غونډه کې د افغاني هیات ګډون ګټور وباله.
ده زیاته کړه، د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان او اروپایي اتحادیي د پارلمانانو له رییسانو او نورو مشرانو سره په لیدنو کتنو کې ورته څرګنده شوه چې؛ د نړېوالې ټولنې لېوالیتا له افغانستان سره نه ده کمه شوې.


د مطلب کود: 85493

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85493/ابراهیمي-اروپایي-هېوادونه-تر-۲۰۱۴م-وروسته-له-افغانستان-سره-خپلو-مرستو-ته-ژمن-دي

آوا
  https://www.avapress.com