دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 82234
د ترکیې صدراعظم د دې هېواد په کابینه کې د بدلونونو اعلان کړی دی
د ترکیې صدراعظم د څو وزیرانو له استعفا وروسته د دې هېواد په کابینه کې د بدلونونو اعلان کړی دی.
رجب طیب اردوغان د چارشنبې په ورځ د تړلو دروازو شا ته له ولسمشرعبدالله ګل سره تر یوې غونډې وروسته په کابینه کې د لسو وزیرانو تبدیلي اعلان کړه.
تردې مخکې پرون د ترکیې د اقتصاد، کورنیو چارو او چاپیریال ساتنې وزیرانو له خپلو دندو وروسته له هغې استعفاوې ورکړې چې؛ د درې واړو زامن د اداري فساد په دوسیو کې د لاس لرلو په تور ونیول شول.
اردوغان همدا رنګه له اروپايي ټولنې سره د اړیکو وزیرچې د هغه نوم هم په دې قضیه کې یاد شوی و له دندې لرې کړی دی.
که څه هم اردوغان ویلي دي چې؛ د دې کسانو په اړه لګیدلي تورونه بې بنسټه دي، خو د چاپیریال ساتنې پخواني وزیر له له صدراعظم غوښتي چې خپله هم باید استعفا ورکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtx97.ak9xw4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته