کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکیې صدراعظم د دې هېواد په کابینه کې د بدلونونو اعلان کړی دی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 جدی 1392 ساعت 13:04


د ترکیې صدراعظم د څو وزیرانو له استعفا وروسته د دې هېواد په کابینه کې د بدلونونو اعلان کړی دی.
رجب طیب اردوغان د چارشنبې په ورځ د تړلو دروازو شا ته له ولسمشرعبدالله ګل سره تر یوې غونډې وروسته په کابینه کې د لسو وزیرانو تبدیلي اعلان کړه.
تردې مخکې پرون د ترکیې د اقتصاد، کورنیو چارو او چاپیریال ساتنې وزیرانو له خپلو دندو وروسته له هغې استعفاوې ورکړې چې؛ د درې واړو زامن د اداري فساد په دوسیو کې د لاس لرلو په تور ونیول شول.
اردوغان همدا رنګه له اروپايي ټولنې سره د اړیکو وزیرچې د هغه نوم هم په دې قضیه کې یاد شوی و له دندې لرې کړی دی.
که څه هم اردوغان ویلي دي چې؛ د دې کسانو په اړه لګیدلي تورونه بې بنسټه دي، خو د چاپیریال ساتنې پخواني وزیر له له صدراعظم غوښتي چې خپله هم باید استعفا ورکړي.


د مطلب کود: 82234

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82234/د-ترکیې-صدراعظم-دې-هېواد-په-کابینه-کې-بدلونونو-اعلان-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com