دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 76085
لغمان: پینځو وسله والو طالبانو او درې تنو سیمه ييزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل،چې تېر مازيګر د لغمان د بادپښ ولسوالۍ د ګړوچ په سیمه کې د سيمه ييزو پولیسو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې،چې په پایله کې د وسله والو طالبانو دوه ځايي قومندانان وژل شوي او درې تنه نور وسله وال يې زخميان شوي دي.
ځواک وايي،چې په دې نښته کې دوه تنه سيمه ييز پولیس هم وژل شوي او یو تن بل زخمي شوی دی،چې درملنې په موخه روغتون ته استول شوی.
وسله والو طالبانو د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د شوې نښتې په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkz05.yt09j6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته