کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان: پینځو وسله والو طالبانو او درې تنو سیمه ييزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 میزان 1392 ساعت 13:22


د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل،چې تېر مازيګر د لغمان د بادپښ ولسوالۍ د ګړوچ په سیمه کې د سيمه ييزو پولیسو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې،چې په پایله کې د وسله والو طالبانو دوه ځايي قومندانان وژل شوي او درې تنه نور وسله وال يې زخميان شوي دي.
ځواک وايي،چې په دې نښته کې دوه تنه سيمه ييز پولیس هم وژل شوي او یو تن بل زخمي شوی دی،چې درملنې په موخه روغتون ته استول شوی.
وسله والو طالبانو د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د شوې نښتې په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 76085

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/76085/لغمان-پینځو-وسله-والو-طالبانو-او-درې-تنو-سیمه-ييزو-پولیسو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com