دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 72334
اسراییل د ښه نیت څرګندولو لپاره ۲۶ فلسطیني زندانیان خوشې کړل

د امریکا په ملاتړ د سولې د خبرو تر پیل مخکې اسراییل د ښه نیت څرګندولو لپاره شپږ ویشت فلسطیني زندانیان خوشې کړل.
رپوټونه څرګندوي چې؛ د دغو کسانو له ډلې ډیرو د اسراییلي ملکیانو په ګډون د خلکو پر وژنه اعتراف کړی وو او یو شمیر هم هغه کسان دي چې؛ له مشکوکو فلسطینیانو سره یې همکاري کړې وه.
دا کسان پرون ناوخته له اسراییلي زندانونو خوشي شول.
اسراییل ژمنه کړې ده چې؛ یوسل او څلور فلسطیني زندانیان په څلور پړاوونو کې د سولې د خبرو له پرمختګ سره خوشې کړي.

https://avapress.com/vdcgtw9u.ak9xw4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته