کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسراییل د ښه نیت څرګندولو لپاره ۲۶ فلسطیني زندانیان خوشې کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 اسد 1392 ساعت 10:24


د امریکا په ملاتړ د سولې د خبرو تر پیل مخکې اسراییل د ښه نیت څرګندولو لپاره شپږ ویشت فلسطیني زندانیان خوشې کړل.
رپوټونه څرګندوي چې؛ د دغو کسانو له ډلې ډیرو د اسراییلي ملکیانو په ګډون د خلکو پر وژنه اعتراف کړی وو او یو شمیر هم هغه کسان دي چې؛ له مشکوکو فلسطینیانو سره یې همکاري کړې وه.
دا کسان پرون ناوخته له اسراییلي زندانونو خوشي شول.
اسراییل ژمنه کړې ده چې؛ یوسل او څلور فلسطیني زندانیان په څلور پړاوونو کې د سولې د خبرو له پرمختګ سره خوشې کړي.


د مطلب کود: 72334

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/72334/اسراییل-د-ښه-نیت-څرګندولو-لپاره-۲۶-فلسطیني-زندانیان-خوشې-کړل

آوا
  https://www.avapress.com