دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 67375
روسیه: نړېوال دې له افغانستان د مخدرو موادو د قاچاق په مخنیوي کې همکاري وکړي
د روسیې حکومت له افغانستانه د مخدرو موادو د قاچاق د زیاتیدونکي خطر په مخنیوی کې د نړیوالو د همکارۍ د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.
د (ایترتاس) خبري اژآنس په حواله د روسیې د بهرنیوچارو وزیر "سرګې لاواروف" پرون (جمعه) د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي له مرستیال او د دې سازمان له خوا د مخدرو موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې د ادارې له مشر "یوري فیدوتوف" سره کتلي دي.
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر د جرمونو او د مخدرو موادو د قاچاق په ضد په مبارزه کې له ملګرو ملتونو سره د روسیې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
سرګې لاواروف او یوري فیدوتوف د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشاره، ټينګار کړی، چې له دې هېواده د مخدرو موادو د موجود خطر د مخنیوي لپاره باید نړیواله همکاري زیاته شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftmdv.w6deeaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته