کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه: نړېوال دې له افغانستان د مخدرو موادو د قاچاق په مخنیوي کې همکاري وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 جوزا 1392 ساعت 9:31


د روسیې حکومت له افغانستانه د مخدرو موادو د قاچاق د زیاتیدونکي خطر په مخنیوی کې د نړیوالو د همکارۍ د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.
د (ایترتاس) خبري اژآنس په حواله د روسیې د بهرنیوچارو وزیر "سرګې لاواروف" پرون (جمعه) د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي له مرستیال او د دې سازمان له خوا د مخدرو موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې د ادارې له مشر "یوري فیدوتوف" سره کتلي دي.
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر د جرمونو او د مخدرو موادو د قاچاق په ضد په مبارزه کې له ملګرو ملتونو سره د روسیې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
سرګې لاواروف او یوري فیدوتوف د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشاره، ټينګار کړی، چې له دې هېواده د مخدرو موادو د موجود خطر د مخنیوي لپاره باید نړیواله همکاري زیاته شي.


د مطلب کود: 67375

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/67375/روسیه-نړېوال-دې-له-افغانستان-د-مخدرو-موادو-قاچاق-په-مخنیوي-کې-همکاري-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com