دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 55600
د افغانستان د ملي امنیت یو پلاوی د تروریزم په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی
د افغانستان د ملي امنيت د رياست يو جګپوړي پلاوی پاکستان ته تللی، چې د دغه هيواد له چارواکو سره پر تروريستي ضد همکاريو خبرې وکړي.

پاکستاني رسنيو راپور ورکړ، چې افغان پلاوي به د اسلام اباد په دوه ورځني سفر کې د طالب بنديانو، په افغانستان کې د سولې د بهير، له تروريزم سره د ګډې مبارزې او ځينو نورو دوه اړخيزو مسايلو په باب مشورې وکړي.

د افغانستان د ملي امنيت د مرستيال په مشرۍ دا پلاوی وروسته له دې پاکستان ته تللي چې د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت روانه اوونۍ د ۲۶ طالب بنديانو خلاصون رسماً تاييد کړ. 

سرچینه: ازادی رادیو 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdz90k.yt0kz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته