کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ملي امنیت یو پلاوی د تروریزم په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جدی 1391 ساعت 13:45


د افغانستان د ملي امنيت د رياست يو جګپوړي پلاوی پاکستان ته تللی، چې د دغه هيواد له چارواکو سره پر تروريستي ضد همکاريو خبرې وکړي.

پاکستاني رسنيو راپور ورکړ، چې افغان پلاوي به د اسلام اباد په دوه ورځني سفر کې د طالب بنديانو، په افغانستان کې د سولې د بهير، له تروريزم سره د ګډې مبارزې او ځينو نورو دوه اړخيزو مسايلو په باب مشورې وکړي.

د افغانستان د ملي امنيت د مرستيال په مشرۍ دا پلاوی وروسته له دې پاکستان ته تللي چې د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت روانه اوونۍ د ۲۶ طالب بنديانو خلاصون رسماً تاييد کړ. 

سرچینه: ازادی رادیو 


د مطلب کود: 55600

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55600/د-افغانستان-ملي-امنیت-یو-پلاوی-تروریزم-په-اړه-خبرو-لپاره-اسلام-اباد-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com