دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 44586
۲۷ تنه وسلوال طالبان ووژل شول، یو تن ټپی او ۱۶ تنه یی هم د ملی پولیسو له لوری ژوندی نیول شوی دی
د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د شپږو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د بغلان، کندهار، میدان وردک، پکتیا، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د شپږو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د بغلان، کندهار، میدان وردک، پکتیا، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل، ۲۷ تنه وسلوال طالبان ووژل شول، یو تن ټپی او ۱۶ تنه یی ژوندي نیول شوي دي.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه چاودیدونکی توکی او مهمات چی ۸ میله کلاشینکوفونه، دوه قبضی راکټ اچونکی، دوه کړۍ ماینونه، ۵۰ کڅوړی کیمیاوی توکی، ۱۸۰ کیلوګرامه چاودیدونکی توکی، دوه میله تفنګچی او دوه ډزه د راکټ انداز مرمی شامل دی دهیواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي.
همدارنګه ملی پولیسو تېره ورځ دوه کړی د وسایطو ضد ماینونه، دوه میله تفنګچی ، یوه قبضه برچه او دوه میله ټوپک چی د افغانستان د سولی او ثبات د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د هلمند او کابل ولایتونو په اړوندو سیمو کی ځای پر ځای شوی دهېواد د بیلابیلو سیمونه کشف او شنډ کړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepn8e.jh8evi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته