دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 41846
زاخیلوال: د کابل بانک پوروړو ته به په راتلونکو دوو اونیو کې ځانګړې محکمه جوړه شي
د کابل بانک د حسابونو د تصفیې مدیر عبدالحمید محبي وکیلانو ته د هغو څلورویشتو کسانو نومونه هم افشا کړل چې د پیسو له بیرته سپارلو نه ډډه کوي.
د افغانستان د مالیې وزیر وايي، د هغو کسانو د محاکمه کولو لپاره به په راتلونکو دوو اونیو کې ځانګړې محکمه جوړه شي چې له کابل بانک څخه وړې پیسې یې تر اوسه بیرته نه دي سپارلي.

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال دغه خبره د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وکړه.

د کابل بانک د حسابونو د تصفیې مدیر عبدالحمید محبي وکیلانو ته د هغو څلورویشتو کسانو نومونه هم افشا کړل چې د پیسو له بیرته سپارلو نه ډډه کوي.

په دوي کې د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د لومړي مرستیال قسیم فهیم ورونه هم شامل دي:

(شیرخان فرنود: ۲۷۹ میلیونه ډالره، حسین فهیم د خپل سهم له درکه څلور عشاریه څلور ملیونه، محمود کرزی د خپل سهم له درکه ۱۶ ملیونه ډالره)

له کابل بانک څخه د پوروړو کسانو لپاره د ځانګړې محکمې د جوړیدو امر خپله جمهور رئیس حامد کرزي کړی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiany.49n6y1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته