کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زاخیلوال: د کابل بانک پوروړو ته به په راتلونکو دوو اونیو کې ځانګړې محکمه جوړه شي

افغان غږ آژانس(آوا) , 3 جوزا 1391 ساعت 15:41

د کابل بانک د حسابونو د تصفیې مدیر عبدالحمید محبي وکیلانو ته د هغو څلورویشتو کسانو نومونه هم افشا کړل چې د پیسو له بیرته سپارلو نه ډډه کوي.


د افغانستان د مالیې وزیر وايي، د هغو کسانو د محاکمه کولو لپاره به په راتلونکو دوو اونیو کې ځانګړې محکمه جوړه شي چې له کابل بانک څخه وړې پیسې یې تر اوسه بیرته نه دي سپارلي.

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال دغه خبره د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وکړه.

د کابل بانک د حسابونو د تصفیې مدیر عبدالحمید محبي وکیلانو ته د هغو څلورویشتو کسانو نومونه هم افشا کړل چې د پیسو له بیرته سپارلو نه ډډه کوي.

په دوي کې د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د لومړي مرستیال قسیم فهیم ورونه هم شامل دي:

(شیرخان فرنود: ۲۷۹ میلیونه ډالره، حسین فهیم د خپل سهم له درکه څلور عشاریه څلور ملیونه، محمود کرزی د خپل سهم له درکه ۱۶ ملیونه ډالره)

له کابل بانک څخه د پوروړو کسانو لپاره د ځانګړې محکمې د جوړیدو امر خپله جمهور رئیس حامد کرزي کړی.


د مطلب کود: 41846

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41846/زاخیلوال-د-کابل-بانک-پوروړو-ته-په-راتلونکو-دوو-اونیو-کې-ځانګړې-محکمه-جوړه-شي

آوا
  https://www.avapress.com