د افغانستان حکومت د جرمني او اسټرالیا له خوا په پوځي او ملکې چارو کې د مرستو له ژمنې مننه وکړه.
د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه په دې اړه خپره شوې اعلامیه وايي چې: د افغانستان له امنیت سره مرسته کول، د نړېوال امنیت د ټينګښت لپاره سرمایه ګذاري ده.
د جرمني حکومت پرون له افغانستان سره د امنیتي ځواکونو په روزنه کې د کال ۱۵۰ میلیونه ایرو مرستې ژمنه وکړه.
د جرمني حکومت وايي، چې هر کال به د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او د معارف د ودې په برخه کې هم کومکونه کوي.
د جرمني صدراعظمې پرون له ولسمشر کرزي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړه.
په عین حال کې، د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي چې د استرالیا حکومت د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په کال کې د سل میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
اعلامیه د اسټرالیا د صدراعظمې جولیا ګیلارد په حواله وايي، چې دا مرستې به له ۲۰۱۵ کال څخه پيل شي او د دریو کلونو لپاره به وي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)