کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د جرمني او اسټرالیا له خوا د مرستو له ژمنې مننه وکړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 28 ثور 1391 ساعت 16:46

د افغانستان له امنیت سره مرسته کول، د نړېوال امنیت د ټينګښت لپاره سرمایه ګذاري ده.


د افغانستان حکومت د جرمني او اسټرالیا له خوا په پوځي او ملکې چارو کې د مرستو له ژمنې مننه وکړه.

د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه په دې اړه خپره شوې اعلامیه وايي چې: د افغانستان له امنیت سره مرسته کول، د نړېوال امنیت د ټينګښت لپاره سرمایه ګذاري ده.

د جرمني حکومت پرون له افغانستان سره د امنیتي ځواکونو په روزنه کې د کال ۱۵۰ میلیونه ایرو مرستې ژمنه وکړه.

د جرمني حکومت وايي، چې هر کال به د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او د معارف د ودې په برخه کې هم کومکونه کوي.

د جرمني صدراعظمې پرون له ولسمشر کرزي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړه.

په عین حال کې، د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي چې د استرالیا حکومت د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په کال کې د سل میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

اعلامیه د اسټرالیا د صدراعظمې جولیا ګیلارد په حواله وايي، چې دا مرستې به له ۲۰۱۵ کال څخه پيل شي او د دریو کلونو لپاره به وي.


د مطلب کود: 41505

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41505/افغانستان-د-جرمني-او-اسټرالیا-له-خوا-مرستو-ژمنې-مننه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com