دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۴۴
د مطلب کود : 40920
ایساف وايي، د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د حقاني شبکې یو مشر نیولی
په خبرپاڼه کې همدا شان راغلي چې افغان او نړېوالو ځواکونو نن د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د طالبانو یو مرسته کوونکی هم نیولی دی.
په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، چې نن یې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د حقاني شبکې یو مشر نیولی دی.

که څه هم د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د نیول شوي کس هویت نه دی په ډاګه شوی، خو ویل شوي چې د حقاني شبکې دغه مشر د افغان او ایتلافي ځواکونو پر ضد حملې پلانولې او د سیمې جنګیالیو ته یې وسلې او مهمات لیږدول.

په خبرپاڼه کې همدا شان راغلي چې افغان او نړېوالو ځواکونو نن د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د طالبانو یو مرسته کوونکی هم نیولی دی.

تر اوسه وسله والو کسانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxoq0.2bqxi8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته