دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۰۱
د مطلب کود : 44421
ایساف وايي، د کندهار په پنجوايي کې يې د وسله والو طالبانو یو مشر نیولی
د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د نیول شوي طالب د هویت په اړه څه نه دي راغلي، خو ویل شوي چې دغه کس په سیمه کې د افغان او نړېوالو ځواکونو په وړاندې حملې پلانولې او وسله وال طالبان یې په وسلو سمبالول.
په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وايي، چې نن یې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو مشر نیولی دی.

د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د نیول شوي طالب د هویت په اړه څه نه دي راغلي، خو ویل شوي چې دغه کس په سیمه کې د افغان او نړېوالو ځواکونو په وړاندې حملې پلانولې او وسله وال طالبان یې په وسلو سمبالول.

خبرپاڼه کې راغلي چې ایساف ځواکونو نن په غزني کې هم یو طالب نیولی چې د ماین جوړولو مهارت یې درلود.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccs0q0.2bq0i8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته