دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 34457
هلمند: د مارجې او نادعلي ولسوالیو امنیت افغان ځواکونو ته سپارل کیږي
د امنیت سپارلو په لومړي پړاو کي افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت د مرکز لښکرګاه ښار امنیت اخیستی وو.

ټاکل شوې، چي نن افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت سپارلو د دوهم پړاو بهیر په هلمند ولایت کې عملي شي.

له هلمند څخه د ازادۍ راډیو خبریال وايي، تمه ده، چې نن د هلمند د مارجې او نادعلي ولسوالیو امنیتي مسوولیت افغان ځواکونه واخلي.

د امنیت سپارلو په لومړي پړاو کي افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت د مرکز لښکرګاه ښار امنیت اخیستی وو.

د امنیت سپارلو دوهم پړاو تر اوسه په پروان، ډایکندي او سمنګان ولایتونو کې عملي شوی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0yne.49nym1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته