دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 215483
هلمند کې موټربم چاودنو ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت مرکز لښکرګاه کې د دوو موټربم چاودنو په پایله کې ۲ تنه افغان سرتیري وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک ویلي دا پيښه تیره شپه د لښکرګاه ښار ۶۱۱ شاهراه کې شوې ده.
د یادولو ده چې پنځه ورځې وړاندې هم په هلمند ولایت کې دوو موټربم چاودنو ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivwarpt1az52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته