دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 216828
فرانسه افغان حکومت ته: زموږ د خلکو وژونکي طالب بندیان مه خوشې کوئ
فرانسې پر افغان دولت غږ کړی چې د دوی د وګړو د وژلو په جرم نیول شوي بندیان دې د هغه ۴۰۰ کسانو په نوملړ کې نه راولي، چې ټاکل شوې ده حکومت یې راتلونکو ورځو کې خوشې کړي.
د فرانسې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په دې اړه اندیښنه ښودلې او له افغان حکومته یې غوښتي چې د دغو خطرناکو بندیانو د خلاصون بهیر ودروي.
دا په داسې حال کې دي چې له دې څو ورځې وړاندې د استرالیا لومړي وزیر هم د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غوښتي و چې افغانستان کې د دوی د سرتیرو د وژونکو طالبانو د خوشې کیدو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغان سولې بهیر د پرمخ تللو او د بین الافغاني خبرو پيلیدو لپاره د دغو بندیانو خوشې کیدل یواځينی شرط بلل کیږي.
افغان دولت تر دې وړاندې د طالبانو څه باندې ۵۰۰۰ بندیان چې د افغان امنیتي ځواکونو او یو شمیر یې د عامو خلکو وژنو باندې تورن و، له بنده ازاد کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccieqi42bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته