کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فرانسه افغان حکومت ته: زموږ د خلکو وژونکي طالب بندیان مه خوشې کوئ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1399 ساعت 9:28

فرانسې پر افغان دولت غږ کړی چې د دوی د وګړو د وژلو په جرم نیول شوي بندیان دې د هغه ۴۰۰ کسانو په نوملړ کې نه راولي، چې ټاکل شوې ده حکومت یې راتلونکو ورځو کې خوشې کړي.


د فرانسې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په دې اړه اندیښنه ښودلې او له افغان حکومته یې غوښتي چې د دغو خطرناکو بندیانو د خلاصون بهیر ودروي.
دا په داسې حال کې دي چې له دې څو ورځې وړاندې د استرالیا لومړي وزیر هم د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غوښتي و چې افغانستان کې د دوی د سرتیرو د وژونکو طالبانو د خوشې کیدو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغان سولې بهیر د پرمخ تللو او د بین الافغاني خبرو پيلیدو لپاره د دغو بندیانو خوشې کیدل یواځينی شرط بلل کیږي.
افغان دولت تر دې وړاندې د طالبانو څه باندې ۵۰۰۰ بندیان چې د افغان امنیتي ځواکونو او یو شمیر یې د عامو خلکو وژنو باندې تورن و، له بنده ازاد کړي دي.


د مطلب کود: 216828

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216828/فرانسه-افغان-حکومت-ته-زموږ-د-خلکو-وژونکي-طالب-بندیان-مه-خوشې-کوئ

آوا
  https://www.avapress.com