په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه تېره ورځ شاخوا ۲ بجې د سرپل ولایت مرکز اړوند په نیمدان کلي کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې د طالبانو یوه مهم ډلمشر سیف الدین چې مشهور په سعادت و، وژل شوی او د طالبانو د ۵۰ کسیزې ډلې مشر قاري بهرام الدین سخت ټپي شوی دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرپل د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د سرپل په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.