د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو دوو ډلمشرانو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې دوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرپل ولایت کې طالبانو دوو ډلمشرانو ترمنځ نښته شوی
22 عقرب 1397 ساعت 18:38
د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو دوو ډلمشرانو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې دوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه تېره ورځ شاخوا ۲ بجې د سرپل ولایت مرکز اړوند په نیمدان کلي کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې د طالبانو یوه مهم ډلمشر سیف الدین چې مشهور په سعادت و، وژل شوی او د طالبانو د ۵۰ کسیزې ډلې مشر قاري بهرام الدین سخت ټپي شوی دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرپل د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د سرپل په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
د مطلب کود: 173998