دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 62726
د لغمان په الینګار کې د سیمه یيزو پولیسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې
په لغمان کې د وسله والو طالبانو یوه ډله ایز برید او وسله والې نښتې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو تیره شپه دوه نیمې بجې د الینګار ـ مهترلام ترمنځ د غځیدلې لویې لارې په اږدو کې د سیمه يیزو پولیسو پرې پوستې ډله يیز برید کړی، چې وروسته د امنيتي ځواکونو په ځوابیه برید کې وسله وال په شا تمبولي.
د نوموړي په خبره په دې پيښه کې څلور تنه سیمه يیز پولیس وژل شوي او یو زخمي دی.
د ځواک په خبره د امنيتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هم ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده:
«تیره شپه د لغمان د الینګار ولسوالۍ او مهترلام بابا ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د بي بي هاجرې په سیمه کې وسله والو طالبانو زموږ د سیمه يیزو پولیسو پر یوې پوستې ډله يیز برید ترسره کړ، چې په کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور تنه زموږ سیمه يیز پولیس هم وژل شوي».
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راديو ته په راستولي ټیلفوني پیغام کې ویلي، چې د لغمان په یاده سیمه کې يي د سیمه يیزو پولیسو پوستنه فتحه کړې او ادعا يي کړې، چې اووه تنه سیمه يیز پولیس يي وژلي او ترې ټولې وسلې او مهمات يي ترلاسه کړي.
خو د لغمان ولایتي چارواکي بیا د وسله والو طالبانو دا ادعا ردوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcai0ni.49nuu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته