د میدان وردګو ولایت امنیې قومندانۍ وایي د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د (سرې قطعې) دوه قومندانان قاری سمیع الله او مولوي روح الله او اته نور ملګري وژل شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان په سید اباد ولسوالۍ کې د ترکمنستان د ۲۲۰کیلوولټ برښنا د ارغندي-غزني مزو د تړلو پر مهال وژل شوي دي.
د وردګو امنیې قومندان احمد فهیم قایم چې یادې ولسوالۍ ته تللی و، ویلي چې سیمه ییزو مافیایي ډلو له یوې میاشتې راهیسې دا مزي پرې کړي و، خو اوس یې د دې مړو د تړلو لپاره عملیات پیل کړي دي.
هغه ویلي د برښنا مزو د تړلو پرمهال نښتو کې د طالبانو لس غړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)